IQNA

د مصر په دمیاط ولایت کې  د قرآن  د دودیزو مکتب خانو بیرته احیاء

14:34 - December 25, 2024
د خبر لمبر: 3490371
ایکنا – د مصر دمیاط  اوقافو ادارې  په دغه ولایت کې د قرآڼ د زده کړې د دودیزو مکتبونو د رول د احیاء په خاطر  د قران د مکتب  خانو د بیرته ستنیدا په نامې سره د پلان  د اجرا  خبر ورکړ.

ایکنانیوز د الاهرام له قوله راپور  راکړ، د مصر د دمیاط اوقافو ادارې په یوې اعلامیې کې  وئيلي دي  دغه پلان  به په ټولنې کې د اسلامی کلتور په خپرونې کې د ګډون او ددیني زده کړې د پياوړتیا لپاره د مصر اوقافو  د وزارت د هڅو په لړ کې او دغه راز د دیني علومو او قرآن د دزه کړې د دودیز مکتب خانو د رول د احیاء کولو په خاطر  اجرا شي.

 د مصر د دمیاط اوقافو  ادارې استازي محمد سلامه  هم په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،د اوقافو وزارت په مختلفو عمرونو کې  له ټولو وطندارو  څخه په دغه پلان کې چې  دوي ته د قرآن د یادونې یو فرصت ورپه برخه کوي،او او اوقافو وزارت په کلتوري مرکزونو او جوماتونو کې به د  زده کړې د درسونو  په وړاندې کولو کې  مبلغان او د جوماتونو د امامانو رول  پیاوړی کړي، غوښتنه وکړه.

 هغه همداراز ووئيل؛  په دغه پلان کې به د ماشومانو او زیات عمر لرونکو  لپاره جلا جلا  ځایونه مخصوص وي او په هغو کې به د زده کړې مناسب بحثونه چې د هرې ډلې  د اړتیا وړ ځوابونه شي، وړاندې کیږي. 

سلامه ووئېل د پلان پروګرامونه به یوازې د قرآن کریم تلاؤت ته مختص نه وي، بلکې د نیوي حدیثونو ،فقې  او د نیوي سیرت په موضوعګانو سره درسونه هم شامل وي ، څو له اسلامی ارزښتونو سره آشنا یو نسل  چې  د یوې روښانه ټولنې په جوړیدا کې  رول ولرل شي، وروزل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4255896

captcha